کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولایت کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم وویشل شو

1 عقرب 1403 ساعت 18:35

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خصوصي ادارې په همکارۍ د دغه ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې ۱۸۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ذبیح الله خیراندېش وايي، دغه پروسه د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په موخه پلې شوې، ځکه چې د بزګرانو د ودې او پرمختګ له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرمختګ شوی دی.
ده زياته کړه: په دې بهيرکې هر بزګر ته پنځوس کيلوګرامه دغنمو تخم، پنځوس کيلوګرامه سپين سري او پنځوس کيلوګرامه تور سري دڅارنوال ټيم په شتون سره مرسته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د جوزجان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز کې پر ٢٢٠٠ بزګرانو د غنمو تخم او کيمياوي سرې وېشل شوې وې.


د مطلب کود: 299102

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299102/په-جوزجان-ولایت-کې-۱۸۰۰-بزګرانو-ته-د-غنمو-اصلاح-شوی-تخم-وویشل-شو

آوا
  https://www.avapress.net