دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 299068
د خطر په سیمو کې د مخنیوي پروژو په پلي کولو د چارواکو ټینګار
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د دې ادارې مشر د کډوالۍ د نړیوال سازمان له مسوولینو سره په کتنه کې له خطر سره مخامخو سیمو کې د مخنیوي د پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د مهاجرت د نړیوال سازمان له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې رئیس په هغو سیمو کې چې له خطر سره مخامخ دي، د مخنیوي پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د مهاجرت د نړيوال سازمان د دفتر د اړيکو رييس په افغانستان کې د دغه سازمان د پروژو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې دوى به له افغان دولت سره په همغږۍ خپلې مرستې زياتې له هغو کورنيو سره زياتې کړي چې له خطر سره مخامخ دي.
https://avapress.net/vdcjmhe8ouqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته