کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خطر په سیمو کې د مخنیوي پروژو په پلي کولو د چارواکو ټینګار

1 عقرب 1403 ساعت 11:01

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د دې ادارې مشر د کډوالۍ د نړیوال سازمان له مسوولینو سره په کتنه کې له خطر سره مخامخو سیمو کې د مخنیوي د پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.


آوا - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د مهاجرت د نړیوال سازمان له مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې رئیس په هغو سیمو کې چې له خطر سره مخامخ دي، د مخنیوي پروژو پر تطبیق ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د مهاجرت د نړيوال سازمان د دفتر د اړيکو رييس په افغانستان کې د دغه سازمان د پروژو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې دوى به له افغان دولت سره په همغږۍ خپلې مرستې زياتې له هغو کورنيو سره زياتې کړي چې له خطر سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 299068

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299068/د-خطر-په-سیمو-کې-مخنیوي-پروژو-پلي-کولو-چارواکو-ټینګار

آوا
  https://www.avapress.net