دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 299067
په پکتیا کې د ۴ پرمختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې
په پکتيا ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د څلورو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د ګردیز ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په دغو پروژو کې د دوو پلونو، یو سړک، یوه ویالې او یو استنادي دیوال جوړول شامل دي.
د ملګرو ملتونو د پروژې دفتر او نړیوال بانک د ګردیز ښاروالۍ په نظارت او همکارۍ د دغو پروژو د پلي کولو لپاره څلور سوه اتیا زره ډالره لګوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وړې پراختيايي او بنسټيزې پروژې پلې کېږي.
https://avapress.net/vdciq3aryt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته