کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې د ۴ پرمختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې

1 عقرب 1403 ساعت 11:00

په پکتيا ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د څلورو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې دي.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت د ګردیز ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په دغو پروژو کې د دوو پلونو، یو سړک، یوه ویالې او یو استنادي دیوال جوړول شامل دي.
د ملګرو ملتونو د پروژې دفتر او نړیوال بانک د ګردیز ښاروالۍ په نظارت او همکارۍ د دغو پروژو د پلي کولو لپاره څلور سوه اتیا زره ډالره لګوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې وړې پراختيايي او بنسټيزې پروژې پلې کېږي.


د مطلب کود: 299067

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299067/په-پکتیا-کې-د-۴-پرمختیايي-پروژو-تطبیق-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net