دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 299023
ملګري ملتونه له ۱۱۱ زره راستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د تېر کال له سپټمبر راهیسې یې له ۱۱۱۷۰۰ افغان راستنېدونکو سره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې ۱۱۱۷۰۰ افغان راستنېدونکو ته مرستې رسېدلې دي.
 
په راپور کې ویل شوي چې د ترلاسه کونکو 48 سلنه میرمنې او 2.5 سلنه معلولیت لرونکي خلک دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، له پاکستانه راستانه شوي ۷۱۱۰۰ افغانان د موقتي پناه غوښتنې کارتونه لري.
https://avapress.net/vdcauonue49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته