کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه له ۱۱۱ زره راستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته کوي

30 میزان 1403 ساعت 15:02

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د تېر کال له سپټمبر راهیسې یې له ۱۱۱۷۰۰ افغان راستنېدونکو سره مرسته کړې ده.


آوا: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې ۱۱۱۷۰۰ افغان راستنېدونکو ته مرستې رسېدلې دي.
 
په راپور کې ویل شوي چې د ترلاسه کونکو 48 سلنه میرمنې او 2.5 سلنه معلولیت لرونکي خلک دي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، له پاکستانه راستانه شوي ۷۱۱۰۰ افغانان د موقتي پناه غوښتنې کارتونه لري.


د مطلب کود: 299023

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299023/ملګري-ملتونه-له-۱۱۱-زره-راستنیدونکو-افغان-کډوالو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.net