دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 298947
له بازارونو څخه د اسلامي شريعت خلاف په سلګونو ټوکه کتابونه راټول شوي دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي له آوا سره په مرکه کې وايي، چې د دغه وزارت له خوا د کتابونو د ارزونې کمېسیون له جوړېدو راهیسې سلګونه هغه کتابونه چې د اسلامي شریعت او اسلامي امارت خلاف دي راټول شوي دي. دوی د دغه وزارت له خوا د عامه افکارو اصلاح کول د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مهمو دندو څخه ګڼي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پلازمینې له کتابتونونو څخه د شریعت او اسلامي امارت خلاف کتابونو د راټولولو د بهیر په اړه د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوه مرکه کې ویلي دي. د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کتابونو د ارزونې د کميسيون له فعاليت څخه تراوسه پورې د اسلامي شريعت خلاف په سلګونو کتابونه له بازارونو او کتاب پلورنځيو څخه راټول شوي دي.
 
نوموړي د دغه وزارت له کتاب پلورنځيو څخه د راټولو شويو کتابونو د څرنګوالي په اړه وويل، هغه کتابونه چې د شريعت خلاف دي، د اسلامي امارت او هغه کتابونه چې د عامه افکارو د خرابولو لپاره ليکل شوي، راټول شوي دي.
 
حبیب غفران د ټولنې د افکارو اصلاح کول د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مهمو دندو څخه وبلل او ویې ویل، د ټولنې د افکارو اصلاح د لیکنو او کتابونو د بیا کتنې په وخت کې رامنځته کیږي.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت وياند دغه راز زياته کړه چې کوم کتاب دشريعت او داسلامي امارت له تګلارو سره په ټکر کې دى معلومولو لپاره يو ځانګړى کميسيون په کار دى چې ددغه وزارت کتابونه وڅيړي او لازم اقدامات وکړي .
 
نوموړي د مستند افغاني فرهنګ د ساتنې او همدا راز د مجازي فضا او د کتابونو د خپرولو له لارې د عامه افکارو تر منځ د دغه فرهنګ د دودولو په موخه د موضوعاتو په خپرولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هڅو خبر ورکړ.
 
بل خوا د کتاب پلورونکي او د کتابتون مسوولين د ځوانانو له خوا د کتابونو د پېر او لوستلو له کموالي شکايت کوي او وايي چې د پخوا په پرتله د کتاب لوستلو فرهنګ له منځه تللى دى.
 
د جمهوریت پر مهال د بیان د ازادۍ تر پلمې لاندې ځینو لیکوالانو هر هغه کتابونه ولیکل چې غربي کلتور ته یې وده ورکړه او بازارونو ته وړاندې شول.
 
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د چاپ او ليکل شويو کتابونو کچه ډېره نه ده او د محصلينو د اړتيا وړ ځينې سرچينې د بهرنيو ليکوالو کتابونه دي چې افغانستان ته واردېږي.
https://avapress.net/vdceev8wfjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته