افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه د میزان ۲۹مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د باران له دې څپې سره به زموږ په هېواد کې فعاله وي. شاوخوا یوه اونۍ د سړې هوا په راتګ سره به د هېواد په شمال، مرکز او لوېدیځ کې د تودوخې درجه تر ۱۲ درجو پورې راښکته شي.
د دې سړې څپې په پایله کې به د هېواد د مرکز په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه تر صفر درجې ټیټه شي.
د ورځني باران اټکل د 5 څخه تر 20 ملي مترو پورې وي.