کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکې اونۍ کې د سختې سړې هوا او بارانونو د هوا پېژندنې خبرداری

29 میزان 1403 ساعت 12:40

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان کړى، چې د سه شنبې په ورځ به د ثور له لومړۍ نېټې څخه د هېواد په زياترو سيمو په ځانګړې توګه شمال، شمال ختيځ، مرکز او لوېديځ سيمې د زيات باران او سړې هوا شاهدې وي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبه د میزان ۲۹مه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د باران له دې څپې سره به زموږ په هېواد کې فعاله وي. شاوخوا یوه اونۍ د سړې هوا په راتګ سره به د هېواد په شمال، مرکز او لوېدیځ کې د تودوخې درجه تر ۱۲ درجو پورې راښکته شي.
 
د دې سړې څپې په پایله کې به د هېواد د مرکز په ډېرو سیمو کې د تودوخې درجه تر صفر درجې ټیټه شي.
 
د ورځني باران اټکل د 5 څخه تر 20 ملي مترو پورې وي.


د مطلب کود: 298936

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298936/په-راتلونکې-اونۍ-کې-د-سختې-سړې-هوا-او-بارانونو-پېژندنې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.net