دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 298917
په تېرو شپږو مياشتو کې د پنجشېر زمرد ٣٥٠٠٠ قيراط پلورل شوى دى
د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست وايي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د يو ميليون ډالرو په ارزښت له ٣٥زره قيراط څخه ډېر زمرد پلورلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست په پنجشیر ولایت کې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۱ پړاونو کې د لیلام په ترڅ کې ۳۵ زره اته سوه قیراط زمرد پلورلي دی. 
د پنجشیر د کانونو ریاست زیاته کړه چې د پنجشېر د زمردو محصولات د لیلام له لارې ۱۶۱۴۵۷ ډالره د اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د پنجشېر زمرد په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.
https://avapress.net/vdcb8wb5zrhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته