کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو شپږو مياشتو کې د پنجشېر زمرد ٣٥٠٠٠ قيراط پلورل شوى دى

29 میزان 1403 ساعت 10:10

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست وايي، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې د يو ميليون ډالرو په ارزښت له ٣٥زره قيراط څخه ډېر زمرد پلورلي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست په پنجشیر ولایت کې په یوه بیان کې ویلي، چې دغه ریاست د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۱ پړاونو کې د لیلام په ترڅ کې ۳۵ زره اته سوه قیراط زمرد پلورلي دی. 
د پنجشیر د کانونو ریاست زیاته کړه چې د پنجشېر د زمردو محصولات د لیلام له لارې ۱۶۱۴۵۷ ډالره د اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د پنجشېر زمرد په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې ډېر پېرودونکي لري.


د مطلب کود: 298917

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298917/په-تېرو-شپږو-مياشتو-کې-د-پنجشېر-زمرد-٣٥٠٠٠-قيراط-پلورل-شوى-دى

آوا
  https://www.avapress.net