دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 298891
جنوبي کوریا په تیرو دریو کلونو کې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد یې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه مجازي او مخامخ ناسته کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروژو وضعیت وڅیړل.
دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ټولټال ۷۴ میلیونه ډالره له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.
باید وویل شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو له نړیوال پروګرام سره د ۴ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دغه مالي مرستې به له اړمنو سره د خوراکي توکو د مرستې او په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ولګول شي.
https://avapress.net/vdcco4qis2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته