کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنوبي کوریا په تیرو دریو کلونو کې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

28 میزان 1403 ساعت 15:37

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېواد یې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه ډالره بشري مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه مجازي او مخامخ ناسته کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروژو وضعیت وڅیړل.
دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ټولټال ۷۴ میلیونه ډالره له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.
باید وویل شي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو له نړیوال پروګرام سره د ۴ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی، چې دغه مالي مرستې به له اړمنو سره د خوراکي توکو د مرستې او په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره ولګول شي.


د مطلب کود: 298891

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298891/جنوبي-کوریا-په-تیرو-دریو-کلونو-کې-له-افغانستان-سره-۷۴-میلیونه-ډالره-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.net