افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د حزب الله په خبرپاڼه کې راغلي دي: د فلسطین مظلوم ملت او د حماس غورځنګ او د عربي او اسلامي امت او ټولو مجاهدینو او جنګیالیو ته د مبارکۍ پیغام. د نړۍ آزادو خلکو، د الاقصی طوفان د قومندان د شهادت، د حماس د سیاسي دفتر مشر، د مجاهد ورور یحیی السنور ته د خدای تعالی له درباره د مغفرت او تسلیت مراتب وړاندې کوو. موږ د هغه درنې او ځان قربانۍ کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کوو او د لوی خدای له دربار څخه ورته په آخرت کې د صبر او ښه اجر غوښتنه کوو.
حزب الله څرګنده کړه: شهید یحیی السنوار چې له شهید اسماعیل هنیه څخه یې امانت او مشعل اخیستی، له مجاهدینو او جنګیالیو سره د مقاومت او سرښندنو په لاره روان دی چې د امریکايي پروژې او صهیونیسټي نیواک پر وړاندې ودریدل او په دې لاره کې یې خپله وینه تویه کړه.
په دغه بیانیه کښې راغلی دی: مونږ د لبنان له هوښیارو او ثابتو خلکو سره په ګډه د صهیونیسټی دښمن د جنایتونو له پایلو سره مخامخ یوو، یو ځل بیا د خپل فلسطینی ملت په ملاتړ او ودریدو ټینګار کوو او پوره باور لرو. د خدای په وعده او د هغه د وفادارو بندګانو مرسته کوو، او د خدای څخه غوښتنه کوو چې دا ګران شهید په خپل لوی رحمت سره قبول کړي او هغه ته بښنه وکړي او د جنګیدونکو مومنانو زړونو ته فتح، وقار او آزادي ورکړي.