کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان حزب الله د یحیی سنور د شهادت په غبرګون کښې؛ "موږ د فلسطین ملت" تر څنګ ولاړ یو 

28 میزان 1403 ساعت 9:18

د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې د صهیونیسټی فوځیانو په لاس د حماس د اسلامی مقاومت غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنور په شهادت خواشینی څرګنده کړه.


آوا: د لبنان د حزب الله په خبرپاڼه کې راغلي دي: د فلسطین مظلوم ملت او د حماس غورځنګ او د عربي او اسلامي امت او ټولو مجاهدینو او جنګیالیو ته د مبارکۍ پیغام. د نړۍ آزادو خلکو، د الاقصی طوفان د قومندان د شهادت، د حماس د سیاسي دفتر مشر، د مجاهد ورور یحیی السنور ته د خدای تعالی له درباره د مغفرت او تسلیت مراتب وړاندې کوو. موږ د هغه درنې او ځان قربانۍ کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کوو او د لوی خدای له دربار څخه ورته په آخرت کې د صبر او ښه اجر غوښتنه کوو.
حزب الله څرګنده کړه: شهید یحیی السنوار چې له شهید اسماعیل هنیه څخه یې امانت او مشعل اخیستی، له مجاهدینو او جنګیالیو سره د مقاومت او سرښندنو په لاره روان دی چې د امریکايي پروژې او صهیونیسټي نیواک پر وړاندې ودریدل او په دې لاره کې یې خپله وینه تویه کړه.
په دغه بیانیه کښې راغلی دی: مونږ د لبنان له هوښیارو او ثابتو خلکو سره په ګډه د صهیونیسټی دښمن د جنایتونو له پایلو سره مخامخ یوو، یو ځل بیا د خپل فلسطینی ملت په ملاتړ او ودریدو ټینګار کوو او پوره باور لرو. د خدای په وعده او د هغه د وفادارو بندګانو مرسته کوو، او د خدای څخه غوښتنه کوو چې دا ګران شهید په خپل لوی رحمت سره قبول کړي او هغه ته بښنه وکړي او د جنګیدونکو مومنانو زړونو ته فتح، وقار او آزادي ورکړي.


د مطلب کود: 298853

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298853/د-لبنان-حزب-الله-یحیی-سنور-شهادت-په-غبرګون-کښې-موږ-فلسطین-ملت-تر-څنګ-ولاړ-یو

آوا
  https://www.avapress.net