دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 298820
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۲ زره ۴۳۸ تنو ته ورسید او په لبنان کې د شهیدانو شمیر ۲ زره ۳۶۷ تنو ته ورسید
په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې په غزې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۴۲ زره ۴۳۸ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۹۹ زره ۲۴۶ تنو ته رسیدلی دی .
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې دوه نوی جنایتونه ترسره کړی چې له امله یې ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۴۲۴۳۸ او د ټپیانو شمېر ۹۹۲۴۶ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نیټې څخه په لبنان باندې د اسرائیلو د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۳۶۷ او د ټپیانو شمیر ۱۱۸۸۸ ته رسیدلی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت تاکید وکړ چې د لبنان په مختلفو کلیو کښې د سه شنبې په ورځ په بمباریو کښې ۱۷ کسان شهیدان او ۱۸۲ کسان ژوبل شول.
نن د نبطیح ښار په بمبارۍ کې د لبنان د ښاروال په ګډون ۱۶ تنه لبنانیان شهیدان او ۵۲ تنه ټپیان شول.
https://avapress.net/vdcewv8w7jh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته