کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۴۲ زره ۴۳۸ تنو ته ورسید او په لبنان کې د شهیدانو شمیر ۲ زره ۳۶۷ تنو ته ورسید

27 میزان 1403 ساعت 11:07

په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې په غزې د صهیونیسټی رژیم د تیریو د شهیدانو شمیر ۴۲ زره ۴۳۸ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۹۹ زره ۲۴۶ تنو ته رسیدلی دی .


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې دوه نوی جنایتونه ترسره کړی چې له امله یې ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۴۲۴۳۸ او د ټپیانو شمېر ۹۹۲۴۶ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نیټې څخه په لبنان باندې د اسرائیلو د تیریو د شهیدانو شمیر ۲۳۶۷ او د ټپیانو شمیر ۱۱۸۸۸ ته رسیدلی دی.
د لبنان د روغتیا وزارت تاکید وکړ چې د لبنان په مختلفو کلیو کښې د سه شنبې په ورځ په بمباریو کښې ۱۷ کسان شهیدان او ۱۸۲ کسان ژوبل شول.
نن د نبطیح ښار په بمبارۍ کې د لبنان د ښاروال په ګډون ۱۶ تنه لبنانیان شهیدان او ۵۲ تنه ټپیان شول.


د مطلب کود: 298820

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298820/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۴۲-زره-۴۳۸-تنو-ته-ورسید-او-لبنان-۲-۳۶۷

آوا
  https://www.avapress.net