دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 298801
"افغان سرې میاشتې" له نړیوالو بنسټونو څخه اړو کسانو ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د دې ټولنې مشر د نړیوالو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې له اړو، راستنو شویو او ټپیانو سره په راتلونکي ژمي کې د نغدي او غیرې نغدي مرستو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د میزان ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر شهاب الدین دلاور د دغې ملي خیریه ټولنې له کاري شریکانو سره په افغانستان کې د سره صليب نړيوال فدراسيون، قطر سرې مياشتې، ترکيې سرې مياشتې او د ناروې د سره صليب مسوولينو په خپل دفتر کې د ژمي موسم ته د همکارۍ او چمتووالي د دوام په موخه غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې ادارې سرپرست د افغاني سرې میاشتې ادارې د کاري همکارانو له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او د مرستو په رسولو کې یې د بشپړ شفافیت او روڼتیا ډاډ ورکړ.
نوموړي د دې ملي خیریه ټولنې له کاري شریکانو وغوښتل، چې د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې اړمنو، ټپيانو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو، روغتیايي او سونګ توکو په ګډون بېړنۍ او اړینې مرستې ورسوي.
بیا په خپلو خبرو کې د ژمي له سړې هوا څخه د ساتنې په موخه د موادو د چمتو کولو ترڅنګ، کاري شریکانو ژمنه وکړه، چې د اړمنو، مهاجرینو او راستنیدونکو د نیولو په موخه به د خوراکي، غیر خوراکي او روغتیايي توکو مرسته کوي او په دې برخه کې به د د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو
https://avapress.net/vdcdzj0xfyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته