کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"افغان سرې میاشتې" له نړیوالو بنسټونو څخه اړو کسانو ته د مرستو د رسولو غوښتنه وکړه

26 میزان 1403 ساعت 17:33

د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د دې ټولنې مشر د نړیوالو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې له اړو، راستنو شویو او ټپیانو سره په راتلونکي ژمي کې د نغدي او غیرې نغدي مرستو غوښتنه کړې ده.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د میزان ۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې مشر شهاب الدین دلاور د دغې ملي خیریه ټولنې له کاري شریکانو سره په افغانستان کې د سره صليب نړيوال فدراسيون، قطر سرې مياشتې، ترکيې سرې مياشتې او د ناروې د سره صليب مسوولينو په خپل دفتر کې د ژمي موسم ته د همکارۍ او چمتووالي د دوام په موخه غونډه وکړه.
په دې کتنه کې د افغاني سرې میاشتې ادارې سرپرست د افغاني سرې میاشتې ادارې د کاري همکارانو له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او د مرستو په رسولو کې یې د بشپړ شفافیت او روڼتیا ډاډ ورکړ.
نوموړي د دې ملي خیریه ټولنې له کاري شریکانو وغوښتل، چې د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې اړمنو، ټپيانو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو، روغتیايي او سونګ توکو په ګډون بېړنۍ او اړینې مرستې ورسوي.
بیا په خپلو خبرو کې د ژمي له سړې هوا څخه د ساتنې په موخه د موادو د چمتو کولو ترڅنګ، کاري شریکانو ژمنه وکړه، چې د اړمنو، مهاجرینو او راستنیدونکو د نیولو په موخه به د خوراکي، غیر خوراکي او روغتیايي توکو مرسته کوي او په دې برخه کې به د د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو


د مطلب کود: 298801

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298801/افغان-سرې-میاشتې-له-نړیوالو-بنسټونو-څخه-اړو-کسانو-ته-د-مرستو-رسولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.net