افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژې د بغلان په بېلابېلو سیمو کې پلې شوې دي.
خبرپاڼه کاږي، چې پر دغو پروژو څه باندې ۱۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د مالیې وزارت او مرستندویه ادارو له خوا ورکړل شوي دي.
د يادو پروژو په پلي کېدو سره زرګونه بې روزګاره ځوانانو ته د کار د زمينې برابرولو ترڅنګ د خلکو د هوساینې په برخه کې هم مرسته شوې ده.