افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه بند د اسلامي امارت له بودیجې څخه د څلور میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه بند د نهه زره متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
دغه بند به لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د خلکو کورونه او یو شمېر عامه تاسیسات د احتمالي سیلابونو له خطر څخه وژغوري او په پام کې ده چې د دغو کروندو په اوبو سره خړوبه هم شي.