افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاالله عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوه چي د یو شمیر ادارو چارواکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي رحمت الله زاهد، د اماراتو افغان کارډ شرکت مسوولینو او د کرنې وزارت د ځنګلونو رئیس مولوي میرویس ګډون کړی وو.
په دې کتنه کې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې، د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او له ځنګلي محصولاتو څخه د استفادې په اړه بحث وشو او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او په ګډ او همغږي کار یې ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې نورستان، کونړ، پکتیکا او ننګرهار ولایتونه بې شمېره طبیعي ځنګلونه لري او په وروستیو کلونو کې ډېری دغه ځنګلونه د سیمې د اوسېدونکو له خوا د وهلو له امله له منځه تللي دي.