کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا لپاره د اسلامي امارت هڅې

25 میزان 1403 ساعت 15:33

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د افغانستان د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په موخه د دغه وزارت د سرپرست او د بېلابېلو وزارتونو د مسوولینو په مشرۍ غونډه جوړه شوه.


آوا: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي عطاالله عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوه چي د یو شمیر ادارو چارواکو ګډون کړی وو.
 
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت معین مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي رحمت الله زاهد، د اماراتو افغان کارډ شرکت مسوولینو او د کرنې وزارت د ځنګلونو رئیس مولوي میرویس ګډون کړی وو.
 
په دې کتنه کې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې، د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او له ځنګلي محصولاتو څخه د استفادې په اړه بحث وشو او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل او په ګډ او همغږي کار یې ټینګار وکړ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نورستان، کونړ، پکتیکا او ننګرهار ولایتونه بې شمېره طبیعي ځنګلونه لري او په وروستیو کلونو کې ډېری دغه ځنګلونه د سیمې د اوسېدونکو له خوا د وهلو له امله له منځه تللي دي.


د مطلب کود: 298717

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298717/په-هیواد-کې-د-ځنګلونو-ساتنې-او-بیا-احیا-لپاره-اسلامي-امارت-هڅې

آوا
  https://www.avapress.net