دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 298692
ترکي، یمني او اندونیزیايي پانګوال غواړي د هېواد د زمردو په کانونو کې پانګونه وکړي
د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې ترکي، یمني او اندونیزیايي پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په افغانستان کې د مرمرو او زمرد په کانونو کې د پانګونې په موخه وکتل.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري د ترکیې له علماوو او یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دیني عالمانو د افغانستان لاسته راوړنې وستایلې او د دغو هېوادونو له پانګوالو یې وغوښتل، چې د افغانستان د مرمرو او زمرد په کانونو کې پانګونه وکړي.
 
د کانونو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره له پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
https://avapress.net/vdcb9wb55rhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته