افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر ولایت ویاند سیف الدین لټون وایی، چې دغه اندازه زمرد یوازې د پنجشیر له کانونو را ایستل شوی دی.
هغه زياته کړه، ياد شوي زمرد د يوه ليلام له لارې چې د پنجشير د کانونو د څارنې کمېټې او د ډبرو يو شمېر سوداګرو په کې ګډون کړى و، د هېواد پر سوداګرو وپلورل شو.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پنجشير زمرد څو ځلې د ليلام له لارې پلورل شوى و.