افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بامیان ته د سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.
د ورکړل شويو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يو سل او اويا زره کورنيو سيلانيانو او يو زرو او څلوېښت بهرنيو سيلانيانو د باميانو له سياحتي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې باميان ولايت د خپلو تاريخي او طبيعي ځايونو له امله د بهرنيو او کورنيو سيلانيانو له مهمو ځايونو څخه دى.