افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد پلاوی نن دوشنبه د میزان ۲۳ مه چین ته روان شو.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بورډ د دغه وزارت له سلاکارانو او رئیسانو څخه جوړ دی.
په پام کې ده چې د څه باندې ۷۰ هېوادونو استازي د "د ښې راتلونکې لپاره د معدني سرچینو د استخراج او د کانونو د همکارۍ د ودې په نندارتون" کې ګډون وکړي او د ځمکې لاندې سرچینو په بېلابېلو سکټورونو کې د نظرونو تبادله وکړي.