دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 298569
د فراه ولایت د بخش اباد بند د تونل د جوړولو کار ۴۸ سلنه پرمختګ کړی
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د فراه ولایت د بخش اباد بند د تونل د جوړولو کار ۴۸ سلنه پرمختګ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د انرژی او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه (۲۳ میزان) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فراه ولایت کې د تونل د جوړولو د چارو د پرمختګ خبر ورکړی دی.
دغه وزارت زیاتوي، چې په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د تونل د فزیکي چارو د جوړولو چارې ۴۸ سلنه پرمخ تللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو تونلونو کار په چټکۍ سره روان دى، چې اوس د يادو تونلونو د دېوالونو د سمنټو کار په چټکۍ سره روان دى.
د بخش اباد بند به په څو پړاوونو کې د ۴۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شي. دا پروژه د یوه کورني ساختماني شرکت له خوا د جرمني او ترکي شرکتونو په تخنیکي همکارۍ ترسره کیږي.
د بخش اباد بند د فراه رود پر سر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې جوړېږي. دغه بند به د ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
پر دې سربیره تمه ده چې د دغه بند په فعالیدو سره به سل زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
https://avapress.net/vdcepv8wojh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته