افغان غږ خبری آژانس : د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بغلان ولایت کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل شول.
دغه وزارت زیاته کړه چې د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته او د «ACTAD» په نامه د همکارې موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت پر بزګرانو د هګیو غوښې وویشل. ولایت
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه مرستې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ۳۶۰۰ کروندګر تر پوښښ لاندې راوستي او زیاته کړې یې ده، چې د حشراتو ضد درمل هم ترلاسه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د وېش اعلان کړى و.