افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا ریاست مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه هوکړه لیک له مخې د افغانستان ملي بانک منلې، چې د کجکي د برېښنا د تولید شرکت د غوښتنې پر بنسټ به د کجکي بند له پروژې ملاتړ وکړي. دولس ملیونه ډالر د پیرود او پلور په بڼه
د افغانستان ملي بانک پرېکړه کړې چې له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه دغه پیسې د کجکي برېښنا تولید شرکت ته د پېر او پلور په برخه کې ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د کجکي بند په هېواد کې د برېښنا له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.