دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 298522
په نيمروز کې په سلګونو جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي بورډ په دغه ولایت کې ۹۳۳ جریبه ځمکه دولتی تثبیت کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په تغرشک سیمه کې د غصب شویو ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد تخنیکي بورډ جوړ کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بیرته راګرځولو تخنیکي کمیسیون د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او تصفیه کړې ده.
په تېرو حکومتونو کې ډېری دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې وې.
https://avapress.net/vdcdxj0xxyt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته