کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نيمروز کې په سلګونو جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه

22 میزان 1403 ساعت 17:48

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي بورډ په دغه ولایت کې ۹۳۳ جریبه ځمکه دولتی تثبیت کړې ده.


آوا - کابل: د نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په تغرشک سیمه کې د غصب شویو ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد تخنیکي بورډ جوړ کړی دی.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د بیرته راګرځولو تخنیکي کمیسیون د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه زره جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه او تصفیه کړې ده.
په تېرو حکومتونو کې ډېری دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې وې.


د مطلب کود: 298522

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298522/په-نيمروز-کې-سلګونو-جريبه-دولتي-ځمکه-د-غاصبينو-له-منګولو-خلاصه-شوه

آوا
  https://www.avapress.net