افغان غږ خبری آژانس – د بامیان ولایت چارواکو د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د میزان ۲۱) د سیماب د خرڅلاو په تور پنځه تنه د بامیان ولایت په دوهمه امنیتي حوزه کې نیولي دي.
د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کسان د سیماب په نامه د يوه جعل کارۍ د پلورلو په وخت کې ونيول شول.
د چارواکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو په منظم ډول جعلي توکي پلورل.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر جعلي سیماب او ۱۰ موبايلونه هم ترلاسه شوي دي.