کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې پنځه تنه د جعلي سیماب د پلورلو په تور ونيول شول

22 میزان 1403 ساعت 15:00

د باميان امنيه قوماندان وايي، په دغه ولايت کې يې پنځه تنه د جعلي سیماب د جوړولو او پلورلو په تور نيولي دي.


آوا – د بامیان ولایت چارواکو د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د میزان ۲۱) د سیماب د خرڅلاو په تور پنځه تنه د بامیان ولایت په دوهمه امنیتي حوزه کې نیولي دي.
د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کسان د سیماب په نامه د يوه جعل کارۍ د پلورلو په وخت کې ونيول شول.
د چارواکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو په منظم ډول جعلي توکي پلورل.
له نیول شویو کسانو څخه یو شمېر جعلي سیماب او ۱۰ موبايلونه هم ترلاسه شوي دي.


د مطلب کود: 298497

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298497/په-باميان-کې-پنځه-تنه-د-جعلي-سیماب-پلورلو-تور-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.net