افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په وژل شویو کې درې تنه په پاکستان کې مېشت وو چې هلته یې خپلو کورنیو ته سپارلی او څلور نور یې د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی دی افغانستان د چمن – بولدک له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل.
سفارت پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، افغان حکومت د بلوچستان په دوکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر کارګرانو د ناپېژاندو وسله والو برید په کلکه غندي، چې له امله یې ۲۰ تنه ووژل شول.
په دې وروستیو کې وسله والو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه کان کارګر په ډزو وواژه.