کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلوچستان کې د وژل شویو اوو افغانانو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول

22 میزان 1403 ساعت 14:51

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کان پر کار کوونکو په وروستي برید کې د وژل شویو اوو افغانانو جسدونه د دوی کورنیو ته سپارل شوي دي.


آوا: په کابل کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې په وژل شویو کې درې تنه په پاکستان کې مېشت وو چې هلته یې خپلو کورنیو ته سپارلی او څلور نور یې د معروف ولسوالۍ اوسیدونکی دی افغانستان د چمن – بولدک له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل.
 
سفارت پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
 
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، افغان حکومت د بلوچستان په دوکي سیمه کې د ډبرو سکرو پر کارګرانو د ناپېژاندو وسله والو برید په کلکه غندي، چې له امله یې ۲۰ تنه ووژل شول.
 
په دې وروستیو کې وسله والو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه کان کارګر په ډزو وواژه.


د مطلب کود: 298493

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298493/په-بلوچستان-کې-د-وژل-شویو-اوو-افغانانو-جسدونه-خپلو-کورنیو-ته-وسپارل-شول

آوا
  https://www.avapress.net