دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 298491
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د قطر د سرې میاشتې ټولنې مشر د دې ټولنې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغې ادارې خیریه مرستې به ډېر ژر په افغانستان کې وویشل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARC) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې مشر حسین یونس له افغانستان سره د دې موسسې د خیریه مرستو په اړه د دغه سازمان له مشر شهاب الدین دلاور سره وکتل.
 
ښاغلي یونس وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو کار پیل او د فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو په ۸۰۰ کورنیو به خوراکي توکي وویشل شي.
 
ښاغلي دلاور له افغانستان سره د قطر د سرې میاشتې ټولنې اوسنۍ او پخوانۍ مرستې وستایلې او پر دې موسسې یې غږ وکړ چې د څاګانو په کیندلو سره د څښاک د پاکو اوبو برابرولو ته پاملرنه وکړي.
https://avapress.net/vdci3varzt1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته