کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر د سرې میاشتې ټولنه له افغانستان سره خیریه مرستې کوي

22 میزان 1403 ساعت 14:48

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د قطر د سرې میاشتې ټولنې مشر د دې ټولنې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغې ادارې خیریه مرستې به ډېر ژر په افغانستان کې وویشل شي.


آوا: د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې (ARC) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د قطر د سرې میاشتې ټولنې مشر حسین یونس له افغانستان سره د دې موسسې د خیریه مرستو په اړه د دغه سازمان له مشر شهاب الدین دلاور سره وکتل.
 
ښاغلي یونس وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو کار پیل او د فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو په ۸۰۰ کورنیو به خوراکي توکي وویشل شي.
 
ښاغلي دلاور له افغانستان سره د قطر د سرې میاشتې ټولنې اوسنۍ او پخوانۍ مرستې وستایلې او پر دې موسسې یې غږ وکړ چې د څاګانو په کیندلو سره د څښاک د پاکو اوبو برابرولو ته پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 298491

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298491/د-قطر-سرې-میاشتې-ټولنه-له-افغانستان-سره-خیریه-مرستې-کوي

آوا
  https://www.avapress.net