افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی ضعیم د سنګبر قلعه څخه لیدنه وکړه. د دغه ولايت د تاريخي آبداتو حالت وڅيړل شو او د دغه تاريخي او لرغوني اثار په لا زياتې ساتنې يې ټينګار وکړ.
د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د تاريخي ابداتو ساتنه د ټولو هېوادوالو مسووليت وباله او زياته يې کړه: تاريخي ځايونه او ابدات د افغانستان د تاريخي هويت څرګندونه کوي او هر افغان يې د ساتنې مسووليت لري.
ښاغلي زعيم د سېنګبر تاريخي کلا ته د بارانونو، طوفانونو او سېلابونو د اوښتو زيانونو د څېړلو پرمهال د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي اثارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې تاريخي ودانۍ د ساتنې لپاره لازم تدابير ونيسي.
نوموړي دغه راز له بېلابېلو بنسټونو او موسسو څخه چې د دغه ولايت د تاريخي او لرغونو اثارو د بيارغاونې په برخه کې د مرستې وړتيا لري وغوښتل چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره د تاريخي ابداتو د بيارغاونې په برخه کې همکاري وکړي.