افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت همداراز په کوټه کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ ته لارښوونه کړې چې افغانستان ته د دغه هېواد د شهیدانو د جسدونو د لېږد لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
رسنیو راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر یوه کان د برید له امله د دریو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، برید د جمعې په سهار د لاسي بمونو او راکټونو په وسیله شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۷ تنه نور ټپیان شول او بریدګرو د کان ټول ماشینونه وسوځول.
د پاکستان د امنیتي څیړنو او مطالعاتو مرکز راپور ورکړی چې د روان کال له پیل راهیسې په پاکستان کې په امنیتي پیښو کې ۱۵۳۴ کسان وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمیره ۱۵۲۳ وه.
مرکز زیاته کړې چې د دغو پېښو ۹۷ سلنه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې رامنځ ته شوې دي.