دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۸:۳۰
د مطلب کود : 298371
د لبنان لومړی وزیر: د اوربند لپاره ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ شوې
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي په ټولنیزه شبکه اکس کې په یوه پیغام کې ویلي دي چې دیپلوماتیکي اړیکي د اوربند د ټینګیدو په حال کې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان صدراعظم وايي، د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غونډې مخکې په وروستیو ساعتونو کې ډیپلوماټیکې اړیکې ترینګلې شوې دي.
د لبنان لومړي وزیر نجیب میقاتي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې مخکې د لویدیځې اسیا د وضعیت په اړه ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شوې دي.
نوموړي په خپل پیغام کې دا هم لیکلي دي: «د سیاسي حل لارې د لټون د بیا پیلولو په خاطر د یوې مشخصې مودې لپاره د اوربند د اعلانولو په هدف د امریکا او فرانسې ترمنځ تماسونه روان دي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې اسرائیلي رژیم په لبنان او غزې تړانګې باندې مرګوني بریدونو ته دوام ورکوي، په فلسطین او لبنان کې ملکي وګړي وژني او د حزب الله د توغندويي غبرګون په ترڅ کې.
https://avapress.net/vdcfecd0yw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته