افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې ۳ قتلونه کړي چې په پایله کې یې ۴۵ تنه شهیدان او ۱۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د شهیدانو شمېر ۴۲ زره ۱۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۹۷ زره ۷۲۰ تنو ته رسېدلی دی.