افغان غږ خبری آژانس - مزارشريف: د بلخ د والي په استازيتوب عبدالهادي بلخوال وايي، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غوښې د کيفيت او روغتيا تامين د دغه ولايت د اړوندو ادارو له لومړيتوبونو څخه دی، ځکه د ټولنې روغتیا ځانګړی اهمیت لري.
هغه زياته کړه: "په مزارشريف ښار کې د خرابو غوښو د راټولولو کمېسيون له ښاروالۍ، عامې روغتيا رياست، چاپېريال، دولتي مسلخ او نورو دولتي ادارو څخه جوړ دى چې تر اوسه په دې برخه کې بريالي شوي دي."
د بلخ د والي ویاند وايي، د بلخ ولایت د دولتي مسلخونو مسوولینو د خپلو ۴۵ ورځو عملیاتو په ترڅ کې له ښار څخه ۳۹۹ کیلو ګرامه غوښه او ۹۵۰ کیلو ګرامه خرابې ځیګر راټول او له منځه وړي دي.
هغه د مزارشريف له قصابانو وغوښتل، چې د حفظ الصحې په رعایت او د صحي غوښې په برابرولو کې پوره دقت وکړي، ترڅو خلکو ته د څارويو او نورو ناروغيو د خپرېدو مخه ونيول شي.
په همدې حال کې د مزارشريف ښاريانو په بلخ ولايت کې د دولتي مسلخ د فعاليت هرکلى وکړ او له سرغړونکو او سرغړوونکو سره يې د جدي چلند غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د يادې غوښې له راټولولو وروسته د مزارشريف ښار په څنډه کې د عامې روغتيا رياست، ښاروالۍ، چاپېريال، ولايتي ادارې او نورو دولتي ادارو د استازو په شتون کې د بلخ ولايت په دولتي مسلخ کې سوځول کېږي.