کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مزارشريف کې څه باندې ۱۳۰۰ کيلو ګرامه خرابه غوښه له منځه يوړل شوه

18 میزان 1403 ساعت 15:38

د بلخ ولایت د دولتي مسلخ مسوولین وايي، په تېرو ۴۵ ورځو کې یې له مزارشریف څخه ۱۳۴۹ کیلو ګرامه خرابه غوښه راټوله کړې او له منځه وړې ده.


آوا - مزارشريف: د بلخ د والي په استازيتوب عبدالهادي بلخوال وايي، د خوراکي توکو په ځانګړې توګه د غوښې د کيفيت او روغتيا تامين د دغه ولايت د اړوندو ادارو له لومړيتوبونو څخه دی، ځکه د ټولنې روغتیا ځانګړی اهمیت لري.
 
هغه زياته کړه: "په مزارشريف ښار کې د خرابو غوښو د راټولولو کمېسيون له ښاروالۍ، عامې روغتيا رياست، چاپېريال، دولتي مسلخ او نورو دولتي ادارو څخه جوړ دى چې تر اوسه په دې برخه کې بريالي شوي دي."
 
د بلخ د والي ویاند وايي، د بلخ ولایت د دولتي مسلخونو مسوولینو د خپلو ۴۵ ورځو عملیاتو په ترڅ کې له ښار څخه ۳۹۹ کیلو ګرامه غوښه او ۹۵۰ کیلو ګرامه خرابې ځیګر راټول او له منځه وړي دي.
 
هغه د مزارشريف له قصابانو وغوښتل، چې د حفظ الصحې په رعایت او د صحي غوښې په برابرولو کې پوره دقت وکړي، ترڅو خلکو ته د څارويو او نورو ناروغيو د خپرېدو مخه ونيول شي.
 
په همدې حال کې د مزارشريف ښاريانو په بلخ ولايت کې د دولتي مسلخ د فعاليت هرکلى وکړ او له سرغړونکو او سرغړوونکو سره يې د جدي چلند غوښتنه وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې د يادې غوښې له راټولولو وروسته د مزارشريف ښار په څنډه کې د عامې روغتيا رياست، ښاروالۍ، چاپېريال، ولايتي ادارې او نورو دولتي ادارو د استازو په شتون کې د بلخ ولايت په دولتي مسلخ کې سوځول کېږي. 


د مطلب کود: 298292

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/298292/مزارشريف-کې-څه-باندې-۱۳۰۰-کيلو-ګرامه-خرابه-غوښه-له-منځه-يوړل-شوه

آوا
  https://www.avapress.net