افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي عثماني د اسلامي همکاریو د سازمان بشردوستانه همکاري خوراکي مصؤنیت د همغږۍ له رئیس امری یاکسک سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي عثماني د افغانستان په پرمختګ کې د اسلامي هېوادونو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
په ورته وخت کې ښاغلي یوکس له افغانستان سره د دغه سازمان د همکاریو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د اسلامي امارت د سرې میاشتې رئیس شهاب الدین دلاور د ژمي په رارسیدو سره له اړمنو خلکو سره د مرستې په اړه د قزاقستان د اسلامي همکاریو سازمان د خوراکي مصؤنیت له استازي سره وکتل.