افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سړکونه د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه تخریب شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د پلان او پروژو د ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سړکونو کې د احاطو او پلچکونو جوړول شامل دي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به په کانکریټي بڼه جوړ شي.
د يو بل خبر له مخې، د شېرپور سړک د جوړېدو او پراختيا پر وړاندې د خنډونو د پاکولو او لرې کولو کار هم پيل شوى دى.
د کابل ښاروالۍ د مخکیني خبرتیا له مخې د دغه سړک د ښاریانو له خوا د شیرپور سړک د جوړولو او پراختیا لپاره د خنډونو (د استملاک لاندې ملکیتونو) د پاکولو او لرې کولو کار پیل شوی دی.
د کابل ښار د سړکونو د شبکې د ښه والي د پلان له مخې، د ياد شوي سړک د جوړولو چارې به د ٦٤٦ مترو په اوږدوالي او شل متره سور سره د شېرپور سړک له دويمې برخې څخه تر شهيد شېرنو څلورلارې پورې پيل شي.