دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 297970
د روسیې او اسلامي امارت تر منځ دوه اړخیزه همکاري د متقي او لاوروف د ناستې هدف
د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د افغانستان د سولې او د روسيې او اسلامي امارت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه غونډه د جمعې په ورځ (د میزان ۱۳ مه) د مسکو د شپږمې "مسکو فارمټ" غونډې په څنډه کې جوړه شوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په دې دوه اړخيزه غونډه کې دوى د افغانستان په اړه د سيمه ييزو ميکانيزمونو پر اساسي رول او له بهر څخه د جوړ شوي ميکانيزم پر مخالف رول ټينګار وکړ.

وزارت ویلي چې دوی د باور پر بنسټ د سیاسي اړیکو ساتلو او د انرژۍ او کرنیزو پروژو په تمرکز سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه د چهارشنبې په ورځ روسیې ته ولاړ.
https://avapress.net/vdcjaae8yuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته