کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روسیې او اسلامي امارت تر منځ دوه اړخیزه همکاري د متقي او لاوروف د ناستې هدف

14 میزان 1403 ساعت 10:52

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره د افغانستان د سولې او د روسيې او اسلامي امارت ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه غونډه د جمعې په ورځ (د میزان ۱۳ مه) د مسکو د شپږمې "مسکو فارمټ" غونډې په څنډه کې جوړه شوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې په دې دوه اړخيزه غونډه کې دوى د افغانستان په اړه د سيمه ييزو ميکانيزمونو پر اساسي رول او له بهر څخه د جوړ شوي ميکانيزم پر مخالف رول ټينګار وکړ.

وزارت ویلي چې دوی د باور پر بنسټ د سیاسي اړیکو ساتلو او د انرژۍ او کرنیزو پروژو په تمرکز سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون په موخه د چهارشنبې په ورځ روسیې ته ولاړ.


د مطلب کود: 297970

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/297970/د-روسیې-او-اسلامي-امارت-تر-منځ-دوه-اړخیزه-همکاري-متقي-لاوروف-ناستې-هدف

آوا
  https://www.avapress.net