افغان غږ خبری آژانس: رویټرز خبری آژانس د امنیتی سرچینو په حواله خبر ورکړی، چی د دحیه بمباری د سید حسن نصرالله د شهادت له چاودنی څخه ډیره شدیده وه.
د حزب الله رسمي خبري اژانس اعلان کړی، چې لومړني معلومات ښيي، چې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې په وروستیو بریدونو کې د «الماریه» سیمه په نښه شوې ده.
حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې اشغالګر اسرائیلي پوځ ۱۱ ځله په داحیه بمباري کړې ده.
د اسرائیلو ۱۴ چینل هم اعلان کړی چې د شهید سید حسن نصرالله احتمالی ځای ناستی هاشم صفی الدین نن شپه د بیروت په ښارګوټو د صهیونیسټی جنایتکار رژیم د حملې هدف و .
خو Axios د صهیونیسټي سرچینو په حواله ویلي دي: د نن شپې د عملیاتو نتیجه څرګنده نه ده. سید هاشم صفی الدین د ځمکې لاندې په یوه ژور ځای کې و.
د الجزیرې خبریال خبر ورکړی دی: د بیروت په جنوبي ښارګوټي باندې د اسرائیلي جنګیالیو برید د څو ودانیو د بشپړ ویجاړیدو سبب شو.